اسلامیحدیث

د امام ترمذي(رح) ژوند ته لنډه کتنه

ابو عیسی محمد بن عیسی بن سوره بن موسی بن الضحاک الترمذي  په ۲۰۹ هق کال د ترمذ په ښار کي دنیا ته سترګي پرانستلې دي، ترمذ د جیحون پرشمالي غاړه داوسني ازبکستان په جغرافیایې پولو کي موقعت لري .امام ترمذي  په ماشومتوب کي په خپل ښار کي  د معاصرو علماء کرامو څخه علمي استفاده وکړه او وروسته  یې د علم د حصول  په موخه  عراق، حجاز او خراسان  ته سفرونه وکړل .

امام ترمذي (رح)  نومیالی  محدث، تکړه حافظ او وتلی فقهي ؤ، کومو کسانو چي د امام ترمذي اثار په تېره  سنن ترمذي مطالعه کړي وي هرو مرو به  د ابوعیسی ترمذي علمیت او فقاهت ورته څرګند شوی وي .

د امام بخاري (رح) تر وفات  وروسته ترمذي( رح)  د هغه ځای ناستی شو، مشهوره ده چي امام بخاري  د ابوعیسی ترمذي په شان  بل لوی عالم، محدث او زاهد خلف نه دی پرې ایښی .امام  بخاري (رح) ترمذي(رح) ته یې وویل چي « ماانتفعت بک اکثر مماأنتفعت بي» ماچي څومره استفاده ستا څخه کړې ده ترهغې ګټي ډیره ده چي تازما څخه  ترلاسه کړې ده . که څه هم ترمذي د امام بخاري شاګرد ؤ، خو بخاري (رح) و نوموړي ته زیات عقیدت  درلود.

دامام ترمذي استادان :

امام ترمذي (رح) د بخاري، مسلم او ابو داود(رحمهم الله)  شاګرد پاته شوی دی، خو دنوموړو له ځینواستادانو څخه یې هم د احادیثو سماع کړې ده،دنوموړي  مشهور استادان په لاندي ډول دي .

1 ـ امام محمد بن اسماعیل بخاري

2 ـ امام مسلم بن حجاج نیشاپوري

3 ـ امام ابوداود سجستاني

4 ـ امام اسحاق بن راهویه

5 ـ قتیبه بن سعید

6 ـ محمد بن بشار

7 ـ علی بن حجر

8 ـ سوید بن نصر

9 ـ ابو مصعب احمد بن ابي بکرزهري

10 ـ اسماعیل بن موسی فزاري

د ترمذي شاګردان :

امام ترمذي  د تکړه محدثینو او حفاظو څخه ؤ، د نوموړي څخه  ډیرو خلګو علمي استفاده کړې ده، د څو مشهورو شاګردانو نومونه یې دي .

1 ـ حسین بن یوسف فربري

2 ـ هیثم بن کلیب شاشي

3 ـ ابو العباس محمد بن احمد محبوبي

4 ـ مکحول بن فضل نسفي

5 ـ ابو جعفر محمد بن احمد نسفي

6 ـ حماد بن شاکر ……

د ترمذي تالیفات :

ابو عیسي ترمذي د احادیثو په  علم  کي ډیر اثار لیکلي دي، خو ترټولو مشهور او معتبر کتاب یې جامع یاسنن ترمذي دی .

1 ـ کتاب العلل

2 ـ کتاب التاریخ

3 ـ کتاب الشمائل

4 ـ کتاب الزهد

5 ـ کتاب الأسماء والکنی.

جامع یاسنن ترمذي د احادیثو په کتابونو کي یو معتره کتاب ګڼل کیږي،امام ترمذي چي کله همدغه کتاب تالیف کړ په حجاز،عراق او خراسان کي یې نومیالیو علماوو ته وړاندي کړ،  هغوی په اتفاق سره جامع ترمذي خوښ کړ او داسي وویل چي : « په کوم کور کي چي( سنن ترمذي) موجود وي لکه په هماغه ځای کي چي انحضرت صلی الله علیه وسلم مجلس کوي » .

امام ترمذي په خپل مشهور تالیف (جامع ترمذي) کي یوازي صحیح احادیث نه دي ذکر کړي،  بلکي صحیح، حسن،ضعیف او غریب احادیث یې هم را نقل کړي دي او همدا راز یې معلل روایات د هغوی دعلتونو د توضیح سره راجمع کړي دي .

امام ترمذي په  سنن  ترمذي کي د فقهاوو مذهبونه او د هغوی  داستدلالونو وجهي  ذکر کړي دي چي همدغه خصوصیت دصحاح الستة په نورو کتابونو کي نه تر سترګو کیږي .

د ترمذي  شریف په لوستلو سره سړی د فقهي سره هم په نسبي ډول اشنا کیږي، ځکه ترمذي چي کوم حدیث ذکر کوي په زیاتره مواردو کي یې فقهي حکم هم ورسره وړاندي کوي، همدا راز د سندونو سره څنګ کي د هغو صحابه کرامو تذکره هم ذکر کوي چي د احادیثو روایت  یې کړي وي .

د جامع یاسنن ترمذي شرحي :

پر سنن ترمذي باندي لویو لویو علماوو شرحي لیکلي دي، د ځینو مشهورو شرحو نومونه یې دي :

عارضة احوذي في شرح سنن الترمذي، د ابوبکر ابن عربي تالیف دی .

قوت المغتذي علی جامع الترمذي، د جلال الدین سیوطي تالیف دی .

تحفة الاحوذي شرح  جامع الترمذي، د علامه عبدالحمن مبارکپوري تالیف دی .

معارف سنن   شرح جامع الترمذي دعلامه یوسف بنوري تالیف دی .

درس ترمذي – چي په پښتو ژبه هم ترجمه شوی – دعلامه تقي عثماني تالیف دی .

د امام ترمذي وفات :

نامتو محدث او فقهي امام ابو عیسی الترمذي (رحمه الله ) د ۲۷۹هق کال د رجب په ۱۳ مه نیټه په داسي حالت کي چي د سترګو لید یې ختم شوی ؤ د اویا کلونو په عمرد ترمذ په ښار کي له دې فاني  کورګي  څخه و دارالبقاء ته رحلت وکړ . انا لله وانا الیه راجعون  !


منبع : نن

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close